امريکا د پوتين په لوڼو او د سرګي لاوروف پر خپلوانو بنديزونه ولګول

امريکا د پوتين پر لوڼو او د لاوروف پر خپلوانو بنديزونه ولګول.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په اوکرايين د بريد له امله امریکا پر روسيې نوي بندیزونه لګولي دي. په نويو بنديزونو کې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين لوڼې، د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خپلوانو په ګډون يوشمېر روسیې چارواکي شامل دي.

امریکایي چارواکي وايي، په دغه لړ کې به د روسیې تر ټولو لوی مالي‌ بنسټ «اسبیربانک» او خصوصي «الفا بانک» هم بشپړ بندیزونه لګوي.

سپینه ماڼۍ وايي، همدغه راز به «د روسیې په مهمو سترو دولتي مشتبثینو» هم بندیزونه ولګوي‌.

د امریکا د مالیې وزارت پرون اعلان وکړ چې روسیې ته به اجازه نه ورکوي چې په امریکا کې د خپلو بانکي حسابونو څخه خپل پورونه ورکړي.

د امریکا ترڅنګ بريټانيا او یوشمېر نورو لوېديځو هېوادونو هم پر روسيې تازه بنديزونه اعلان کړي دي.

Back to top button