امريکا او د اروپايي ټولنې ګڼو هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې

پنجره ورځپاڼه: د امریکا، بريټانيا، کاناډا، جرمني، ایټالیا، استراليا، جاپان، فرانسې، هالنډ، ناروې، هاسپانيا، سویس، سويډن او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو وروستۍ پریکړه چې په پوهنتونونو کې یې د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی غندلې ده.

دوی له طالبانو غوښتي، چې پر خپلې دغه پرېکړې له سره غور وکړي او د ښځو دې اجازه ورکړي، څو زدکړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې مهال دی چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ په یوه مکتوب کې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د  نجونو د زده‌کړو پر بهیر بندیز ولګاوه.

Back to top button