ملګري ملتونه به د وضعيت څېړنې په موخه سوډان ته يو پلاوی واستوي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش ويلي، په سوډان کې د بشري وضعيت خرابېدو ته په پام سره به دغه هېواد ته په بشري چارو کې ددغه سازمان د سرمنشي مرستيال او د بېړنيو مرستو همغږی کوونکی مارټين ګريفيټس په مشرۍ يو پلاوی واستوي.

په اعلامیه کې يو ځل بيا د سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتل شوي چې د عامو خلکو او ملکي بنسټيزو تاسيساتو خونديتوب وساتي، د جګړېله سيمو څخه د عامو خلکو وتلو ته اجازه ورکړي، د بشر دوستۍ برخې کارکوونکو او طبي کارکوونکو ته درناوی وکړي، د مرستندويه اقداماتو لپاره زمينهبرابره کړي او د ترانسپورټي وسايلو او تاسيساتو له ورانولو څخه ډډه وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button