ملګري ملتونه د افغانستان زلزله‌ځپلو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې ياد سازمان د افغانستان زلزله‌ ځپلو سره د بېړنیو مرستو په موخه ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.   

د ملګرو ملتونو د بشري او اضطراري مرستو د همږغۍ  سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس دا خبرې تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي او زیاته کړې یې ده، چې دا مرسته به زلزله‌ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره‌کولو لپاره ولګول شي.

دا چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوو الوتکو او له ترکمنستان څخه یوې الوتکې افغانستان ته مرسته ورسوله.

همداراز امریکا، چين او ځيني نورو هېوادونو هم د افغانستان  زلزله‌ځپلو کورنیو قربانيانو سره د بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

خوست او پکتیکا دوه هغه ولایتونه دي چې په تېره اونۍ کې یوې مرګونې زلزلې ولړزول او د راپورونو پر بنسټ چې تر ۳ زرو زیات اوسېدونکي یې مړه او ټپیان شوي دي.

Back to top button