ملګرو ملتونو له افغانانو سره د ۸ سوه ميليونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي افغانستان د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په بېړنۍ توګه د اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه ۸۰۰ ميلیونه ډالرو ته اړتيا لري.

دغه پروګرام وايي که بشري مرستې دوام ونکړي سلګونو زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ شي. په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ويلي وو، د ۲۰ میلیونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی، چې له دې ډلې شپږ میلیونه یې خوراکي توکو ته “بېړنۍ اړتیا” لري.

د یاد سازمان په وينا، په افغانستان کې د ۳ اعشاریه ۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان هم له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ مياشتې پورې د افغانستان وضعیت څېړل شوی.

ظاهر څراغ

Back to top button