ملګرو ملتونو يو ځل بيا افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز په افغانستان کې د سیمې هېوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې طالبان باید په خپل هېواد کې د ټولو ترهګرو ډلو فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي. د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ويلي، چې ملګرو ملتونو په دې تړاو له طالب چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

د ګوتريش په خبره، طالبان باید د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره چې د افغانستان ګټې هم پکې شاملې وي، واضح ګامونه اوچت کړي.

هغه ټينګار کړی، چې طالبان باید د ټولو نجونو زده کړو او د ښځو د حقونو په ګډون د کار کولو حق ته درناوی وکړي، خو طالبانو بيا تر دې دمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

Back to top button