ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو په اړه اندیښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په يو تازه راپور کې د افغانستان ميندوارو ښځو پر وضعيت انديښنه څرګنده کړې ده.
دغه صندوق ويلي، چې افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې يوه ميندواره مور د مخنيوي وړ عواملو له کبله خپل ژوند بايلي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دې راپور په خپرولو سره ويلي، چې د افغان ميندو د مړينې کچه د اسيا او هېوادونو په کچه تر ټولو لوړه ده.
همداراز په راپور کې ويل شوي، چې افغانستان کې د مناسب روغتيايي سيستم د نشتوالي له کبله په لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر ميندوارې مېرمنې له زیاتو ستونزو او لوی ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر دې وړاندې هم ويلي وو، چې افغانستان کې د ميندوارۍ د سلامتيا او له دې کبله د پېښو رواني او ټولنيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۲۵۲ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.