ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري پر ښځينه کارکوونکو  د کار بنديز پرېکړه غندلې

پنجره ورځپاڼه: ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري په کوردننه دولتي او غيردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندېز پرېکړه غندلې او ویلي دي چې دا پرېکړه به د افغانستان د ثبات لپاره روانې هڅې له زيان سره مخ کړي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه په غير دولتي ملي او نړۍوالو ادارو کې د ښځو پر کار د بندېز پر پرېکړې ژور اندېښمن شوي دي.

ياد سازمان زياته کړې، دغه ډول حکمونه نه یواځې د ښځو له بنسټيزونو حقوقو څخه سرغړونه ده، بلکې د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف کړنه هم ده.

دغه راز په اعلامیه کې ليکل شوي، چې د ملګرو ملتونو استازي به له طالب چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړې او له هغوی به په دې تړاو سپیناوی وغواړي. دغه سازمان ویلي چې ښځې باید د بشري مرستو رسولو د پروګرامونو ترڅنګ د ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې يا اوچا دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تېره ورځ د طالبانو اقتصاد وزارت په کور دننه دولتي او غيردولتي مؤسسو ته امر کړی، څو تر بل امر ثاني پورې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له دوی سره کار کوي.

د ويلو ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر زده‌کړو بندیز لګولی.

Back to top button