م.م او نړۍوال بانک د افغانستان لپاره يو قرارداد کړی

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، چې له نړۍ‌وال بانک سره يې په افغانستان کې د اقتصادي، بشري او ټولنیزې پراختیا څخه د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ يو قرارداد لاسلیک کړی دی. 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ادارې په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي، چې له نړۍوال بانک سره یې په دغه هېواد کې د اقتصادي، بشري او ټولنیزې پراختیا څخه د ملاتړ په موخه د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ يو قرارداد لاسلیک کړی دی.

دغه راز په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد قرارداد به د افغانستان ټول ولایتونه تر پوښښ لاندې نيسي او موخه به یې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ظرفیت لوړول او د پروژو ملاتړ وي، چې د پوره پام وړ اغېز به ولري.

دغه اداره زياتوي، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړو له امله، غیر دولتي او مدني بنسټونو د بشري خدمتونو په وړاندې کولو او پراختیايي فعالیتونو کې مهم رول لوبولی دی.

Back to top button