کابل کې د يوناما مرستيال د قرآنکریم سوځول غندلي

پنجره ورځپاڼه: په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه دفتر یا یوناما مرستیال رامزالاکبروف په سویډن او هالنډ کې د قرآنکریم د نسخو د سوځولو پر وړاندې توند غبرګون څرګند کړی دی.

د یوناما مرستیال په یوه تازه ټویټ له مخې په سویډن او هالنډ کې د قرآنکریم سوځولو دوه وروستۍ پېښې مسلمانانو ته د کرکې څرګندول بللي دي.

نوموړي ليکلي: «دا له بې حرمتۍ او سپکاوي ډک چلند دی او باید د بیان له آزادۍ سره ترکیب نه شي. هغه زياته کړې « موږ دا ډول کړنې په کلکه غندو.»

د یوناما مرستیال ټینګار کړی چې یو بل ته درناوی د سوله ییزې فضا د رامنځته کولو لپاره اړین دي. په هالنډ او سویډن کې د قرآنکریم سوځول د اسلامي هېوادونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي. دا پېښې وروسته له هغې وشوې، چې ترکيې په ناټو کې د سويډن له غړيتوب سره مخالفت وکړ.

Back to top button