د ملګرو ملتونو د امنیت شورا روانه میاشت په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدیدوي

پنجره ورځپاڼه: د سولې نړۍوال انسټېټیوټ په یوه راپور کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه میاشت په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.

په دغه راپور کې راغلي چې د دې شورا غړي په افغانستان کې له اوسنیو حاکمانو سره د سیاسي تعامل په تړاو د نظرياتو اختلاف لري او همدارنګه یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی پر سیاستونو کلکې نیوکې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښته کړې وه، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت تر یوه بل کال پورې وغځوي.

ظاهر څراغ

Back to top button