د ترکیې معیوبینو فوټبال ملي لوبډلې اتلولي وګټله

د ترکیې معیوبینو فوټبال ملي لوبډلې په استانبول ښار کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړۍوال جام پای لوبه کې د انګولا ملي لوبډلې ته ۴-۱ په توپیر سره ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې اتلولي وګټله. 

د معلوماتو له مخې دا لوبې د فوټبال ۱۵ زره مينه والو له نږدې ليدله.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د دې لوبې لیدو ته ورغلی و او د خپل هېواد ګټونکې لوبډلې ته یې د بریا جام ډالۍ کړ.

اردوغان د جام ګټونکې لوبډلې ته د دوی د هڅو او ښې لوبې له امله مبارکي ورکړې.

تر دې وړاندې د ترکیې معیوبینو فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۱۸ کال کې د یادو سیالیو دوهم مقام خپل کړی وو.

Back to top button