د پيروزي ښارګوټي طرحه تصويب شوه

د ۲۱۵ میلیون ډالرو په لګښت د پیروزي ښارګوټي پروژه رغول کېږي.

د طالب سرپرست حکومت د کابل په پیروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ صنعتي کارخونو د جوړېدو طرح تصویب کړه.

د طالب حکومت لومړي مرستيال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون په یو بیان کې ویلي، د دې طرحې له مخې چې د ښار جوړونې او اراضي وزارت دې کمیسیون ته سپارلې، دا ښارګوټی د بېجنګ- ننګرهار په نوم ساختماني شرکت د ۲۱۵ میلیون ډالرو په لګښت رغوي.

د معلوماتو پر بنسټ د دې پروژې د چارو له پیل سره به شاوخوا ديارلس زره کسانو ته د کار فرصت برابر شي.

د پخواني حکومت د معلوماتو له مخې د پیروزي ښارګوټي پروژې د بنسټ ډبره ۱۳ کاله مخکې د کابل په ده سبز سیمه کې اېښودل شوې وه، چې په کې سوداګریزه سیمه، صنعتي کارخونې یو ښوونځی او یو جومات شامل دي.

Back to top button