د ليډي ګاګا د سپيو غل په څلور کاله بند محکوم شو

امريکايي رسنۍ وايي، چې په دغه هېواد کې د یوې مشهورې سندرغاړې لېډي ګاګا د سپيو غل په څلور کاله بند محکوم شوی دی. 

رسنۍ وايي، چې د لېډي ګاګا د سپیو د غل جېلن وایټ نومېږي او تېره ورځ یې د کالېفورنیا ايالت په یوې محکمه کې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

هغه محکمې ته ویلي، چې نوموړي له خپلو دوو ملګرو سره یوځای د لېډي ګاګا خدمتګار لومړی په ډزو ټپي کړی او وروسته یې د یادې هنرمندې دوه سپي غلا کړي دي.

تر دې امريکايي سندرغاړې ليډي ګاکا د خپلو سپيو د غلا په خاطر پوليسو ته شکايت کړی و، چې پوليس له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېدل، څو د دې سندغاړې د سپيو غل پيدا او څلور کاله بند باندې يې محکوم کړي.

Back to top button