طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ چې په کې ویل شوي وو، طالب حکومت د مذهبي اقلیتونو له حقونو سرغړونه کوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي چې په هېواد کې د مذهبي اقلیتونو ټول حقونه خوندي دي.

مجاهد نن یکشنبه د زمري ۱۵مه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دی.

مجاهد زیاتوي، چې اسلامي امارت دغه راپور ردوي. هغه وویل، په افغانستان کې ټول سني، شیعه، سکه او هندو هېوادوال خپل مذهب په آزاده توګه عملي کوي.

Back to top button