
په سرپل کې د طالبانو نوې تګلاره
سرپل کې د تکیهخانو، جوماتونو او ښوونځيو د امنیت خوندیتوب لپاره طالب سرپرست حکومت خپل ځواکونه وګمارل.
پنجره، سرپل:
د طالب سرپرست حکومت د سرپل ولايت، د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر عُمير سرپلي وايي، چې دوی د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د امنيت ټينګښت په موخه خپل ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړل.
هغه وايي، دغه ځواکونه يې د جوماتونو، تکیهخانو او ښوونځیو د امنیت خوندیتوب لپاره ګمارلي دي.
طالب سرپرست حکومت په سرپل ولایت کې دا کړنه وروسته تر هغې کوي، چې د هېواد پلازمېنه کابل په شمول بېلابېلو سيمو کې د څو ورځو راپدیخوا پرلپسې چاودنې ترسره شوې، ګڼ شمېر خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او هېوادوال يې له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.