د طالبانو حکومت او پر مخ پرتې یې ننګونې

د نړۍ سیاسي تحولاتو تاريخ ښودلې، چې د خلکو د ژوند په بهير تل حکومت کول، له جنګ ډېره اړين او د هنر او تکتيک له نظره تر جنګ ډېر مغلق دی‌‌.

د افغانستان د تاريخ په بهير کې، ډېرې زياتې ډلې ټپلې وې، چې د جګړو په ميدان کې ګټونکي وې او سياسي قدرت يا حکومتولي له همدې لارې وګټي، خو دوی بيا د حکومتولۍ او د هېواد ادارې په هنر کې له ستونزو او ماتو سره مخ شول او په دې و نه توانيدل، چې هېواد اداره کړي.

د هېواد وروستیو څو لسیزو په تاريخ کې مجاهدين ددې يوه ښکاره بېلګه ده، چې په چريکي جګړو کې یې ګټلې، خو په سياست کې بيا دوی وبايلله او ویې نه شو کړای، چې هېواد اداره کړي.

يو بل ټکی دا دی، چې جنګي ډلې تل د يو هېواد د بر حاله حاکميت پر وړاندې جنګېږي او دوی هېڅکله د خلکو پر وړاندې د خدماتو او حکومتولۍ مسووليت پر غاړه نه اخلي.

کله چې لوږه، فقر، غربت او ټولنیزې ستونزې زياتې شي، نو جنګي ډلې ان دا په خپله ګټه او د دولت لوی ضعف ګڼي.

اوس چې له ډېرو جنجالونو، دوو لسیزو وروسته طالبانو د جګړې او يا سياسي جوړجاړي له لارې د هېواد ټول حاکميت ترلاسه کړ، ولیدل شي، چې دوی په سياسي ډګر کې څومره بريالي کېدی شي؟ ايا دغه فاتح ډله کولای شي د جګړې له ميدان وروسته په د سياست ډګر کې هم، چې د يو بل منلو او حکومتولۍ اړتيا ده وګټي؟

د‌ بېلګې په توګه ایا طالبان دا ظرفيت لري، چې د نورو قومونو او ټولنو خلکو په پرتله هغه خلک ومني، چې دوی سره يې په دې تېرو دوه لسېزو کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې؟

په ځانګړې توګه طالبان به د هېواد هزاره وروڼه او خويندو، چې اکثريت يې شيعه مذهبه دي او د هېواد یوه مهمه برخه جوړوي، ايا دوی سره به داسې چلند وکړي او وبه یې مني، چې د حکومتولۍ او د خلکو حکومت (ډيموکراسي) اړتيا ده او که وروسته له دې به هم د طالبانو فکر او چلند دښمني او جګړه کول وي؟

البته په هزاره وروڼو او خويندو کې هم ځيني حلقات شته، چې غواړي خپل خلک د هېواد له نورو قومونو سره په ټکر کې واقع کړي، چې په دې هکله به په خپل وخت او ځای کې بحث وکړو.

په وروستیو دوو لسیزو کې چې طالبان له یوې خوا د هېواد واکمن رژیم او نړۍ‌والو ملاتړو سره په جګړه بوخت وو، له بلې خوا هزاره ګان هم د ډیموکراسۍ او د مدني ټولنې د رنګ او رخ په ډګر کې د خپل قوي حضور سره سره، په حکومت کې د اغېزناک ګډون  په برخه کې تر ټولو لږه اداري ونډه درلوده او له بلې خوا تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه، چې تر ډېره طالبانو ته منسوب وو، هزاره ګان په نښه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام په دوو لسيزو کې هزاره ګانو تر ټولو زياته ملکي قربانۍ ور کړې او تر ډېره د تروريستي او ځانمرګو بريدونو ښکار شوي دي.

اوس د طالبانو لپاره غوره ده، چې د سیاسي واک او زغم هغه کړنه ومني، چې د افغان ولس د یووالي او حتی د یوه رژیم د دوام لپاره د حکومتولۍ او ډیموکراسۍ د بنسټیز تمرین په توګه اړینه ده.

په اوسني وخت کې، چې طالبان د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني کوي، نو اړينه ده، چې نور د دښمنۍ او جګړې او ان له هغې روحيې څخه ډډه وکړي، چې جګړه زیږوي.

او طالبان فرصت لري، چې په پراخ فکر، زغم او د خلکو دوستانه چلند له لارې له یوې خوا ملي سوله، باور او یووالی ټینګ کړي او له بلې خوا د خلکو د رضایت او ملاتړ په ترلاسه کولو سره د خپل حکومت بنسټونه پیاوړي کړي.

خلک اړتيا لري، چې په حکومت باور وکړي او دا هغه وخت شونې ده، چې هرڅه د دوی په خوښه وي، غوښتنو ته يې ځواب وويل شي او دوی وکولای شي په ازاده توګه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

خلکو ته د يوې داسې فضا برابرول په کار دی، چې هېڅکله دوی د ډار احساس ونه کړي او دا کار يوازې يو حکومت کولای شي‌ او دنده يې هم ده، چې د خلک خپل او خلک هم حکومت خپل وګڼي.

د يو حکومت لپاره د خلکو باور او رضایت ترلاسه کول تر ټولو لویه ننګونه ده، چې د تاريخ په بهیر کې هر حکومت ورسره مخ وي.

په افغانستان کې د وروستیو څو لسیزو واقعیتونو او تاریخي پېښو ته په کتو سره، د طالبانو د حکومت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د خپلو خلکو د بيا باور ترلاسه کول دي.

Back to top button