طالبان د مرستو راټولولو په خاطر له ښځينه کارکوونکو ګټه اخلي

سلام وطندار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو‌ شمېر ښځینه کارکوونکو له قوله وايي، چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي. 

دغو ښځينه کارکوونکو يادې سرچينې ته ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت په واکمنېدو سره نه دي توانېدلي چې دغه وزارت کې په حضوري توګه کار وکړي؛ خو کرنې وزارت یې د دې لپاره له بهرنیانو سره په غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي، څو نړۍوالو ته وښايي چې یاد وزارت کې ښځې د پخوا په څېر خپلې دندې مخې ته وړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوې کارکوونکې سمیرا سلام‌وطندار ته ويلي، چې په ظاهره هغوی ته دا ښيي چې موږ له ښځو سره ستونزه نه‌لرو، رادې شي او خپلې دندې دې پرمخ بوځي، څو وکولای شي چې مرستې ترې راټولې کړي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کورني اقتصاد ریاست کارکوونکې لیلما هم دې سرچينې ته ويلي، چې یوازې هغه مهال غونډو ته بلل کېږي چې د ښځو اړوند پروژو په اړه وي.

نوموړې ويلي، کله چې د ښځو په اړه د نادولتي موسسو د پروژو کومه ناسته وي، موږ بلنه راکوي چې څه پلان او نظر لرئ، له دې پرته د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست کې بل هېڅ هم نشته‌.

په ورته مهال یو‌شمېر ښځینه کارکوونکو همداراز سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم د کورني اقتصاد ریاست له ښځو سره مستقیمه اړیکه لري، خو د کرنې وزارت مسوولان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې خپل دفتر ته لاړې شي.

بلخوا سلام وطندار ته د طالب سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلينو ویلي، چې د دغو ښځینه کارکوونکو څرګندونې بې‌بنسټه دي او په وینا یې، حقیقت نه لري.

د‌‌ طالب سرپرست حکومت واک ته  تر رسېدو وروسته د هېواد په یو‌شمېر وزارت‌ خونو کې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوي او هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

Back to top button