طالبان د يوې لويې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي

د طالبانو د سرپرست مکومت لوړپوړي چارواکي وايي، چې نږدې راتلونکي کې به د هېواد د روان وضعیت په تړاو یوه لویه غونډه غونډه جوړه کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د مطبوعاتو دفتر مسؤلینو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ټاکل شوې د هېواد د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څرنګوالي په تړاو په نږدې راتلونکي کې لویه غونډه جوړه شي.

طالب چارواکي زیاتوي چې په دې غونډه کې د افغانستان په اوسنیو ستونزو د حل لپاره خبرې او بحثونه کېږي.

هغوی دغه راز وایي، د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې جوړه شي، او په دې لږیې غونډه کې به د افغانستان له ټولو قومونو څخه مخور او قومي مشران را وغوښتل شي.

Back to top button