طالبانو یوه څلورلارې د ازادۍ په نوم ونوموله

طالبانو د کابل هوايي ډګر مخې ته څلورلارې د ازادۍ په نوم ونوموله.

له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ اعلان وکړ چې د کابینې په وړاندیز او د لومړي وزیر د فرمان په اساس د کابل نړۍوال هوايي ډګر مخې ته څلورلارې د ازادۍ څلورلارې په نوم ونومول شوه.

د مجاهد په وینا په یاده څلورلاره کې د ازادۍ د منار د جوړېدو ډبره د ذبیح الله مجاهد او د کابل ښاروالۍ د مسوولینو له لوري کېښودل شوه او په نږدې راتلونکي کې به د دې منار کارونه پیل شي.

پرون (چهارشنبه د سلواغې ۹مه) له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو لومړۍ کلیزه وه.

دغه ورځ د طالبانو د حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

Back to top button