Trending

طالبانو د ښځو د حجاب په اړه فرمان صادر کړ

د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت د ښځو د شرعي حجاب په اړه نوی فرمان صادر کړ.

د دې وزارت په فرمان کې راغلي دي، چې هره بالغه نجلۍ او ښځې به له دې وروسته چادري او یا هم تور رنګی حجاب رعایت کوي، او له نامحرمو سړیو سره د خبرو پر مهال به یوازې سترګې ښکاره کوي.

هغوئ زیاتوي، که کومې ښځې حجاب نه و مرعات کړئ د مسؤلینو له لوري به یې کور په نښه کېږي، په لومړي او دویم ځل به یې پلار ته توصیه کېږي او په دریم ځل به محکمو ته سپارل کېږي.

په فرمان کې دغه راز راغلي، چې په رسنیو کې دې د حجاب د رعایت کولو لپاره عامه پوهاوی ترسره شي، په پارکونو او ښارونو کې دې هم د عامه پوهاوي په پار سټیکرونه ولګول شي.

طالبان وایي، چې له یاد فرمان څخه له سرغړونکو سره به قانوني او شرعي چلند وشي.

Back to top button