ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو يو استاد نیولی دی

پنجره ورځپاڼه: ننګرهار کې يوې ځايي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پنجره ورځپاڼې ته وويل، چې په دغه ولايت کې د طالبانو استخباراتو ليکوال، ديني عالم او د پوهنتون استاد اسماعيل رحماني نيولی دی.

سرچينه وايي، چې د استاد رحماني د نېول کېدو لامل په ټولنیزو رسنيو کې د هغه سياسي، اصلاحي او انتقادي ليکونو خپرول دي. دغې سرچېنې د نورو جزياتو له ورکولو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو بيا ځلې واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل نه دی، چې د پوهنتون يو استاد د خپلو ټولنیزو فعالیتونو له وجې نيول کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم سلګونه کسان پر طالبانو د نیوکو او انتقادونو له وجې نیول شوي او زنداني شوي دي.

څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د عمران احمدزي په نوم يو بل ځوان هم د طالبانو استخباراتو هغه د ټولیزو رسنیو د فعالیتونو له کبله زنداني کړ.

له دې ټولو ورهاخوا طالبان دا نيونې داسې مهال کوي، چې د دې ډلې عمومي وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې د راډيو نړۍوالې ورځې په مناسبت د رسنيو پر مخ خپله حاکمه ډله د بيان ازادۍ ته ژمنه وبلله، خو استخبارات یې بيا خلک د خپلو ټولنیزو فعالیتونو له وجې د زندان تورو تمبو ته اچوي‌.

ظاهر څراغ

Back to top button