طالبانو له پاکستاني پلاوي سره په ځينو مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي

پنجره ورځپاڼه: طالبانو د حنا رباني کهر په مشرۍ د پاکستان يوه پلاوي سره، چې نن ورځ کابل ته راغلي و، ناسته او په يو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې کړي دي.

بلخوا د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضيا احمد پر ټويټر پاڼه خپاره شوي بيان کې ويلي، چې پاکستاني لوري په دې کتنه کې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د تګ راتګ په لارو او دغه راز افغانانو ته د ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو د راوستلو ژمنې کړې دي.

احمد ضيا ليکي، چې په دې کتنه کې د سوداګرۍ او ترانزيټ پر اړوندو مسايلو او د ټاپي، ټاپ، د اورګاډي پټلۍ او ځينو نورو لويو پروژو په هکله هم بحثونه او خبرې شوي دي.

Back to top button