طالبانو د برېښنا د پایو الوزول رد کړل

طالبانو په سمنګان کې د برېښنا د دوو پایو الوزول رد کړل.

د طالبانو د سرپرست حکومت د سمنګان ولایت د دفتر رئیس خیرخواه سمنګاني سرچینې ته ویلي، چې د سمنګان-بلک لویې لارې ترمنځ د برېښنا د دوو پایو د الوزولو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي.

هغه زیاتوي، چې همدا اوس سمنګان ته له بلخ څخه برېښنا جریان لري او کومه ستونزه نه لري.

تېره ورځ یو شمېر رسنیو خبرونه خپاره کړي وه، چې نامعلومو وسله والو د سمنګان ـ بلک لویې لارې کې د برېښنا دوه پایې الوزولي دي.

Back to top button