طالبانو په کابل کې د تېر نظام یو جنرال نیولی دی

پنجره ورځپاڼه: یو شمېر معتبره سرچینې په کابل ښار کې د طالب وسله والو له لوري د پخواني نظام د یوه جنرال د نیول کېدو خبر ورکوي.

یوې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو د «عبدالمناف خان دره» په نوم پخوانی جنرال تېره ورځ شنبه د کابل ښارله ۱۱مې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، یاد جنرال، د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې د کابل ښار ۱۱مې ناحیې کې اوسېږي او په تېرجمهوري نظام کې د پوليسو اکاډمۍ استاد و. طالب وسله والې ډلې بیا تر دې دمه د جنرال عبدالمناف په هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې طالبانو له د بیا ځلې واکمنۍ راپدیخوا، د تېر نظام سلګونه ملکي او پوځي اړوندان، نیولي، شکنجه کړي او ځينې يې هم وژلي دي.

په وروستۍ پيښه کې، دغې ډلې درې ورځې مخکې د پخواني نظام  د ملي امنيت يو سرتېرى، د کابل ښار د بابه‌جان لواء له ترمينل سیمې څخه نيولی اونامعلوم ځاى ته يې انتقال کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button