طالبانو د پنجره ورځپاڼې خبريال ظاهر څراغ نيولی دی

پنجره ورځپاڼه: يوې ځايي سرچينې پنجره ورځپاڼې ته خبر ورکړی، چې نن د حمل په ۲۶مه له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د طالبانو حکومت د اتمې حوزې استخباراتو د‌ ليکوال او ژورناليست ظاهر څراغ په کور چاپه اچولې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.

له دې سره جوخت د افغانستان د خبريالانو او رسنيزو بنسټونو فدراسيون هم دا منلې، چې د پنجره ورځپاڼې خبريال ظاهر څراغ د طالبانو استخباراتو له لوري نيول شوی او په دې اړه يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

بلخوا يوې بلې ځايي سرچينې هم چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو ظاهر څراغ د کابل ښار اتمې ناحيې څخه د کورونو د پلټنې پر مهال نيولی دی.

سرچينه زياتوي، چې کورنۍ يې او د سیمې مشران د نوموړي د خوشې کیدو هڅې کوي.

د طالبانو حکومت د اتمې حوزې د استخباراتو غړي بيا په دې تړاو پنجرې ورځپاڼې سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

ظاهر څراغ دمګړۍ د پنجرې ورځپاڼې د پښتو څانګې راپورټر او ايډيټر دی. هغه د افغانستان مختلفو رسنيو سره له اوږدو کلونو راهيسې دندې ترسره کړي او د دې ترڅنګ د بشري حقونو فعال هم پاتې شوی.

په دې وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د خبريالانو او سياسي فعالانو د نيول کېدو راپورونه ورکړل شوي، چې نړيوالو بشري ادارو پرې ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.

سيف الرحمان غريب يار

Back to top button