طالبانو په یعقوب مجاهد برید رد کړ

د ننګرهار چارواکو په دې ولايت کې په یعقوب مجاهد د برید خبرونه رد کړل.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار چارواکو په دې ولایت کې د دفاع په سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد باندې د برید خبرونه رد کړل.
هغوی وایي چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه ناسم دي، او په دې ولایت کې په مجاهد کوم برید نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ټولینزو رسنیو کې پر ملا یعقوب مجاهد د برید خبرونه خپاره شوي وو.
د ملي دفاع سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ډېورنډ له فرضي کرښې، د اردو له مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه لیدنه کړې ده.

Back to top button