طالبانو نن په کابل کې خبريالان وهلي او ډبولي دي

طالب امنيتي مسؤلينو نن په کابل کې پر لاریون کوونکو ښځو ډزې کړي او خبریالان یې نه دي پرېښي، چې دغه لاريون ته خبري پوښښ ورکړي.

يوې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، د طالب سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو نن په کابل ښار کې پر يو شمېر لاریون کوونکو ښځو ډزې کړي او همداراز د لاريون پر مهال يې هغه خبريالان هم وهلي او ډبولي دي، چې دغه لاريون ته د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

د محمد فاروق عمري په نوم د صبح امروز رسنۍ يو خبريال، چې سيمې ته د خبري پوښښ لپاره تللی و، پنجره ورځپاڼې ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې طالبانو خبريالانو ته اجازه نه ورکوله، څو لاريون ته خبري پوښښ ورکړي. د هغه په وينا، طالبانو وهلی او په پښه يې هم ژوبله شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له خبريالانو سره ناوړه چلند کوي، بلکې په افغانستان کې د دوی واک تر رسېدو وروسته رسنۍ او کارکوونکي يې د خبري پوښښ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Back to top button