طالبانو پر نېکټایي بندیز ولګاوه
د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت وايي، نجونې زده کوونکې دې حجاب مراعات کړي، نارینه ښوونکي او زده کوونکي دې له نېکټايي اغوستلو ډډه وکړي.
د پوهنې وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره ټینګار کړی دی چې ښځینه زده کوونکې او ښوونکې دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال حجاب مراعت کړي.
په مکتوب کې راغلي، چې نارینه زدهکوونکي او ښوونکي دې د یونیفورم اغوستلو پر مهال له نېکټايي کارولو ډډه وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند دا مکتوب تایید وي او وايي، چې دا یوازې یوه سپارښتنه ده.
په ورته محال طالبان وایي، چې له شپږم ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځو د پرانیستلو په طرحه کې پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به هغه طرحه بشپړه شي چې له مخې به یې نجونو ته د شریعت په چوکاټ کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.