طالبانو په ودونو کې پر ساز بنديز ولګاوه

د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د يو مکتوب له مخې په ودونو کې پر ساز او سرود بنديز ولګاوه.

دغه فرمان چې تازه د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې اړوند د امر بالمعروف امريت لخوا خپور شوی، په ۵ شمېرو کې يې يو شمېر محدوديتونه اعلان کړي دي.

د دغه مکتوب له مخې، کابل ښاريان اړ دي چې هره جمعه ۱۲:۳۰ بجې دوکانونه وتړي، د جمعې لمانځه ته ولاړ شي او همداراز هره ورځ د پنځه وخته لمونځونو لپاره هم بايد دوکان وتړل شي.

په مکتوب کې راغلي، چې مقتديانو ته بايد د لمانځه سمې کړنلارې وښودل شي او همداراز د خوښيو او ودونو په مراسمو کې له ساز او موسيقۍ ډډه وشي.

د دغه مکتوب په وروستۍ شمېره کې د کرايي لوښو هټيو ته لارښوونه شوې چې د موسيقۍ ډلو ته لوښي د کرايه په توګه ورنه کړي.

د مکتوب په پای کې ويل شوي، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي او بيا څوک د شکایت حق هم نه لري.

Back to top button