طالبانو د داعش ډلې دوه غړي نیولي

طالب سرپرست حکومت وايي، چې امنيتي مسوولينو يې په کابل کې د داعش ډلې دوه غړي نيولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په کابل کې د جنت ګل او ابو خالد په نومونو د داعش ډلې هغه غړي نیولي چې په ټولنیزو شبکو کې یې جعلي اکاونټونه درلودل او د طالبانو په خلاف یې فرهنګي فعالیتونه کول.

هغوی زیاتوي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او په خبرو کې یې ویلي چې غوښتل یې د بمونو له واسکټ څخه په استفادې کابل ښار کې د شیعه مسلمانانو پر جومات برید وکړي.

د معلوماتو له مخې د نیول شويو کسانو د فیسبوک، ټوېټر او ټیلګرام جعلي اکاونټونه هم د طالبانو د استخباراتو کسانو په خپل واک کې اخیستي دي.

د یادونې وړ ده چې د استخباراتو لوی ریاست وړمه ورځ په هرات ولایت کې هم د دغې ډلې یو فرهنګي غړی او د جلب او جذب مسول نیولی وو.

Back to top button