طالبان د سېلاب ځپلو مرستې په خپلو کې ویشي
د زابل يوه سيمه ييزه سرچينه وايي، چې د طالب سرپرست حکومت د دغه ولايت مسوولين د سېلاب ځپلو مرستې په خپلو کې ویشي.
يوه سيمه ييزه سرچينه چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، پنجره ورځپاڼې ته ويلي، هغه مرستې چې د بهرنيو له خوا د دغه ولايت سېلاب ځپلو ته رالېږل شوي د طالب سرپرست حکومت د زابل ولايت مسوولين يې په خپلو کې ویشي.
سرچينه وایي، چې د د دې ولايت له سېلاب ځپلو سره د بهرنيو مؤسسو مرستې را رسېدلي او د طالب سرپرست د زابل مسوولينو ته سپارل شوي؛ خو نا درکه دي او په اړه يې هيڅ معلومات نشته.
سرچينه زياتوي، چې دغه مرستې د زابل ولايت مسوولينو خپلو کسانو ته ورکړې دي او مستحق کسان يې له پامه غورځولي دي.
په ورته وخت سرچينه د دې ولايت د سېلاب ځپلو کورنيو له قوله وایي، چې دوی سرپناه او نغدي پيسو ته اړتیا لري، خو د طالب سرپرست حکومت مسوولينو له لوري دوی سره کومه مرسته نه ده شوې او يوازې نمايشي انځورونه ترې اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې زابل ولایت د سختو اورښتونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهد و.