Trending

طالبانو د روان کال بودجه تصویب کړه

طالبانو د روان ۱۴۰۱ مالي کال بودجه تصویب او اعلان کړه.

د راپورونو د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه یې د وزیرانو شورا د مصوبې پر بنسټ او د طالبانو د مشرتابه له تایید وروسته، تصویب او کړې ده.

د مالې وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سږ کال ملي بودجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې بودیجې څخه ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده.

یاد وزارت دغه راز وایي، چې دا بودجه له کورنیو عوایدو ترتیب شوې ده.

Back to top button