طالبانو له افغان مېرمنو تر زده‌کړو وروسته د کار حق هم واخيست

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته سپارښتنه کړې چې تر بل امر ثاني پورې دې د ښځینه‌ کارکوونکو دندې وځنډوي.

د اقتصاد وزارت په دغه مکتوب کې چې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، لیکل شوي، که کورنۍ او بهرنۍ نادولتي موسسې په دې برخه کې اقدام ونه کړي، دغه وزارت به یې جوازونه لغوه کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان هم رسنیو ته منلې، چې د دغه وزارت له ادرسه نادولتي موسسو ته لېږل شوی مکتوب دقیق دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې په ملي او نړۍواله کچه یې د خلکو توند غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button