په بهرنيو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت

راپور ـ سیف الرحمان غریب یار

بهرنیو هېوادونو ته تازه تللي افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو د معلوماتو له مخې، بهرنیو هېوادونو ته تازه تللي افغان کډوال له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ دي. د پاریس د شمالي څنډې په پورت دو پانتا سیمه کې له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا شاوخوا ۱۵۰ تنه کډوال چې ډیری يې افغانان دي تر خېمو لاندې شپې سبا کوي. هغوی وایي، چې د اوکرایني کډوالو په څېر ورسره چلند نه کېږي.
دا چې تر اوسه هم په پاریس کې ژمی دی، واوره او باران وریږي چې له دې سره د دغو افغان کډوالو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

جاوید کاکړ چې له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا په دې کمپ کې ستونزمن ژوند تېروي وایي، چې د واورې اورېدو له امله هوا ډیره سړه شوې تر دې چې د سړې هوا له امله په اسانۍ سره له خېمې څخه نه شو وتلای. هغه زیاتوي چې د فرانسې حکومت د افغانانو او اوکرایني کډوالو تر منځ توپیري چلند کوي، اوکراین کې اوس جګړه پیل شوې او موږ افغانان ۴۰ کاله کېږي جګړه کې ژوند کوو، خو موږ ته هېڅ ځانګړې پاملرنه نه کیږي او اوکراینیانو ته هر ډول امکانات برابرېږي.

په یاد کمپ کې یو بل افغان کډوال شریف چې شاوخوا درې میاشتې کېږي له کنړ ولایت څخه فرانسې ته تللی وایي، چې د یخنۍ له امله نه پوهیږم چیرته ولاړ شم، ۱۶ کاله مې عمر دی خو بیا هم د فرانسې حکومت را ته قبولي نه راکوي، زه د فرانسې له حکومت څخه غوښتنه کوم  چې په دې هېواد کې د اوسېدو او کار کولو اسناد راکړي.

د معلوماتو له مخې، نیکولا چې په دغه سیمه کې د یو خیریه بنسټ مسؤل دی وايي، چې د اوکراین له جګړې وروسته په فرانسه کې  د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. هغه زیاتوي چې د پولیسو په تمه دي تر څو راشي او افغان کډوال له دې ځای څخه موقتو کمپونو ته ولېږدوي خو د نوموړي په خبره تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ پر مختګ نه دی شوی.

بل خوا په ګاونډي هېواد ایران کې هم افغانان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. ایراني چارواکي له تېرو دوو اونیو را په دېخوا د ایران په اکثرو ښارونو کې افغان کډوالو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي. هغوی دغه راز له ځایي اوسېدونکو څخه غوښتي دي چې افغان کډوالو ته د کورونو له کرایه ورکولو ډډه وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوې چې په کې یو کم عمره افغان کډوال د ایرانیانو له لوري وهل کېږي، جنسي تېری پرې کوي او ټولو افغانانو ته سپکې سپورې وایي، په ځینو نورو ویډیویي کلیپونو کې ښکاري چې ایراني پولیسو ګڼ شمېر افغان کډوال په بې رحمانه ډول وژلي او ټپیان کړي يې دي. دغو ویډیوګانو په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وردګ وایي، چې له ایراني چارواکو سره مو خبرې روانې دي ترڅو یادې ستونزې حل کړو، خو راپورونه وایي چې طالبانو په ایران کې له افغانانو سره د شوي ظلم په غبرګون کې  د ایران د د سفارت کارکونکي ور احضار کړي دي.

په پاکستان کې هم افغان کډوال په بېلابېلو بهانو ځورول کېږي او خنډونه ورته جوړېږي. منصور کټوازی چې  د پېښور ښار په حکم اباد کې ژوند کوي وایي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د څو روپیو لپاره د پولیسو له لوري په بېلابېلو بهانو نیول کېږي او ستونزې ورته جوړوي. هغه زیاتوي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لرم خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته څو ځله پولیسو ونیولم او بېرته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړم.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ‏د اروپايي پارلمان یوې ایرلینډۍ غړې کلیر دلي ویلي وو، چې که څه هم په افغانستان کې بشري ناورین روان دی، افغانان له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي او افغان ماشومان له لوږې او کړاو سره لاس او ګرېوان دي خو نړۍ د دوی ستونزې له پامه غورځولي دي او ټوله پاملرنه یې د اوکراین لوري ته ده.

‏کلیر دلي همداراز زیاته کړې چې د افغانانو ستونزې او کړاونه ځکه له پامه غورځول شوي دي چې هغوی اروپایان نه دي، او د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې نړۍ افغانان له پامه وغورځوي.

کلیر دلي په ټینګار سره ویلي، چې  د بهرنیو هېوادونو په کمپونو کې د افغان کډوالو د روانو ستونزو لامل امریکا ده، هغې ویلي چې امریکا او اروپایان له افغانانو سره په ژمنو عمل نه کوي، افغانان یې له خپله هېواده د نورو هېوادونو کمپونو ته وړي او اوس له کړاو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ابوظبۍ په کمپونو کې مېشتو افغان کډوالو هم د یو لاریونو په ترڅ کې له امریکا او اروپایي هېوادونو غوښتي و تر څو د دوی نامعلوم برخلیک معلوم کړي. هغوی ویلي و چې په دوئ کې اکثره کسانو امریکا او اروپایي هېوادونو ته د تګ قانوني اسناد پوره کړي دي خو د امریکا له لوروي په وار وار ژمنې ورسره شوي خو عملي شوي نه دي.

دا محال د اروپایي هېوادونو په شمول په امریکا، کاناډا، ترکیه، ایران، پاکستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په کمپونو کې افغان کډوال د پناه اخیستو لپاره له ستونزو او کړاونو څخه ډک ژوند تېروي.

واک ته د طالبانو د  سرپرست حکومت له رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان په قانوني او غیرقانوني ډول له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، له دې جملې څخه یو شمېر هغه کسان وو چې په افغانستان کې یې له بهرنیو مؤسساتو او نظامیانو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول دنده ترسره کړې وه او اسناد یې لرل، خو په تللو کسانو کې داسې کسان هم شامل دي چې هېڅ ډول اسناد نه لري او په بهرنیو هېوادونو کې د دائمی اقامې په شرایطو نه دي برابر.

که څه هم تر اوسه افغان کډوالو ته په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند کولو اړین سهولتونه نه دي برابر، د حکومتونو له لوري وهل کېږي او ژوند یې له ستونزو سره مخ دی خو د ګالوپ نړۍ‌والې موسسې د یوې تازه سروې له مخې، لا هم ۵۳ سلنه افغانان غواړي چې له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو په وار وار له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته را ستانه شي او په خپل هېواد کې د عزت ژوند وکړي

Back to top button