نن به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیل شي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ شل اووریزو نړۍوالو سیالیو لومړۍ لوبه نن شپه ۸ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيلېږي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي ویلي افغان لوبډله به په دغو شل اووریزو سیالیو کې مثبتې پایلې ترلاسه کړي.

هغه همداراز ویلي، د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د روانې وري میاشتي په ۴ ۶ او ۷مه له یو بل سره مخامخېږي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړې سره له دې چې پاکستان له افغانستان سره د لوبو لپاره د دغه هېواد په سوپرلیک سیالیو کې ځلېدلي لوبغاړي انتخاب كړي دي، خو افغان لوبغاړي هم ښه چمتووالی لري او مثبتې پایلې به ترلاسه کړي.

هغه دغه لوبې مهمې بللې او ویلي دي چې ورته سیالۍ کولی شي ملي لوبډله راتلونکي نړۍوال جام ته لا ښه چمتو کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button