امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

پنجره ورځپاڼه: ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو وياند د يو ټويټ په خپرولو سره ويلي، چې د دغه سازمان امنیت شورا د جاپان، متحده عربي اماراتو او فرانسې په غوښتنه د افغانستان د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي.

سرچينه وايي، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله، آمنه محمد افغانستان ته د خپل وروستي سفر په هکله هم خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا، د دې غونډې حساس ماهیت او روان وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نظرونو د اورېدو لپاره یوه تړلې ناسته د امنيت شورا لپاره تر ټولو اغېزمنه او مناسبه بڼه ده.

آمنه محمد څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته په سفر تللې وه او هلته يې د طالب مشرانو سره لیدنې کتنې کړې وې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې باید یو ځانګړی مهالوېش رامنځته او له مخې یې «طالبان» د بندیزونو لرې کولو ته اړ کړای شي.

د هغې په وینا، چې د یو ځانګړي مهالوېش پرته ښايي پر ښځو او نجونو بندیزونو تر ۵۰ کلونو پورې دوام وکړي.

تر دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو او ملګرو ملتونو سازمانونو په ګډون ګڼو هېوادونو ټینګار کړی، چې افغانستان کې بايد د ښځو او نجونو پر مخ د‌ زده کړو دروازې پرانيستل شي. د دوی په وینا، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړې له حق څخه په محرومولو سره به افغانستان د تعليم په برخه کې د تېرو شلو کلونو لاسته‌راوړنې له لاسه ورکړي.

Back to top button