بدخشان کې د یو کور چت نړېدو درې تنه ټپیان کړي

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د یوه کور د چت نړېدو په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو پر اساس، دغه پېښه تېره شپه ناوخته ١١:٣٠ بجې رامنځته شوې او په ټپيانو کې يو ماشوم، يوه ښځه او يو نارينه شامل دي. په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولیو هم د دۍ پېښې پخلی کړی.

د ویلو ده چې د راغستان ولسولۍ اوسېدوونکي هر کال په ژمي او پسرلي کې د ځاني او مالي زیانونو شاهدي ورکوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې سختو بارانونو د استوګنې اووه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي او مالکانو ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

د سرچینو په وينا، خلکو تېر ژمی له ډېرو ستونزو سره تېر کړ، لارې يې د ټرافیکو پر مخ تړلې وې او په سختۍ سره یې خپل خوراکي توکي ترلاسه کول. سرچینې زیاته کړې، اوس چې پسرلى راورسېد، خلک لا هم د چتونو نړېدو له وېرې شپې په ویښه سبا کوي. راغستان ولسوالۍ د مرکز فيض اباد ښار شمال ته په ١١٢ کيلومترۍ کې پرته ده.

ظاهر څراغ

Back to top button