لوګر کې د خوښۍ ولسوالۍ لار پرانیستل شوه

د لوګر د مرکز او د خوښۍ ولسوالۍ لار چې د سېلاوونو له امله بنده شوې وه پرانیستل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د والي ویاند عمر منصور وايي، چې له هڅو وروسته د دې ولایت د مرکز او خوښۍ ولسوالۍ تر منځ لار د موټرو د تګ-راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د منصور په وینا په‌ دې ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سختو بارانونو او سېلاوونو راوتلو له کبله دا لار چې دا ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، تړل شوې وه.

منصور دغه راز وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې سېلاوځپلو ته د استوګنې موقتي کمپونه هم جوړ شوي دي.

Back to top button