ايران کې لاريون کوونکو سره د پوليسو غبرګون نامناسب دی

جوزېف بورل وايي، د ايراني لاريون‌کوونکو پر وړاندې د زور زياتي کارول هیڅ د منلو وړ نه دی. 

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر، جوزېف بورل وايي، چې ایران کې د لاريون‌کوونکو پر وړاندې د زور زياتي کارول او له هغوی سره ناسم چلند کول هیڅ د منلو وړ نه دی.

بورل ويلي، چې د ايران د پوليسو او امنيتي ځواکونو غبرګون نامناسب دی او د دوی دا کړنه د دې لامل شوې چې ځاني تلفات رامنځته شي، ډېر شمېر وګړي ووژل او ټپیان شي.

هغه همداراز ټينګار کړی، چې يوه بله اندېښنه پر لاريون کوونکو د انټرنېټي خدمتونو محدودل دي او په دې سره ايراني چارواکي په څرګند ډول د بيان ازادي نقض کوي.

جوزېف بورل زياتوي، چې ايرانيان هم د نورو ځايونو د وګړو په څېر د سوله‌ييز لاريون حق لري. دغه حق بايد په هر ډول شرايطو کې تضمين شي.

ايران کې د اخلاقي پوليسو له لوري د مهسا اميني په وژلو سره لاريونونه پيل شوي، چې تر دې دمه يې له امله شاوخوا ۵۰ تنه لاريون‌کوونکو خپل ژوند بايللی لسګونه نور ټپيان شوي دي.

Back to top button