د سره صلیب خپل ۱۵۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

پنجره ورځپاڼه: د سره صليب نړۍوالې کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د بوديجې کمښت د دې لامل شوی، چې په ۱۲ مياشتو کې يې د پام وړ شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شي.

دغې کميټې لیکلي، چې بايد خپلې مرستې داسې پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خلکو په ژغورلو کې تر ټولو زيات اغېز ولري. په ژنیو کې میشته نړیوال سازمان ویلي چې د دوی د کارمندانو کمولو جزییات لاهم کار کوي.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې دا هم ویلي دي چې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې به لږ تر لږه ۲۰ دفترونه د دې سازمان د کارکوونکو د کمښت له امله وتړل شي چې په هغو کې ۳۵۰ ځایونه هم شامل دي. د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې ۲۰ زره کارکوونکي لري.

ظاهر څراغ

Back to top button