د سالنګونو لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د طالب سرپرست حکومت ټولګټو چارو وزارت وايي، چې سالنګونو لویې لارې د بيارغونې چارې يې پيل کړي.
د طالب سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو ۳۰ کليلومتره سړک به په اساسي ډول ورغول شي.
د ياد وزارت په وينا، ۱۰ کيلومټره به کانکرېټ او همداراز پاتې ۲۰ کيلومتره به يې قیر شي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د دې لويې لارې د بیارغونې چارې به د ایوبي کاروان او رفاه شاهین په نومونو د دوو کورنيو شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې کارونه به يې تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړ شي.
د سالنګونو لویه لار، چې پلازمېنه کابل د هېواد له شمالي څو ولایتونو سره نښلوي، په وروستیو څو کلونو کې ډېره ويجاړه شوې ده او مسافرين يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.