په هېواد کې ورستیو سيلابونو مالي او ځاني زيان اړولی

په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

د طالب سرپرست حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې  وزارت وايي، چې وروستیو سېلابونو په ۱۲ ولایتونو کې ۲۲ تنه وژلي، ۴۰ تنه یې ټپیان کړي، ۵۰۰ کورونه یې په بشپړ ډول نړولي،۲ زره کورونه یې لږ ډېر ویجاړ کړي، ۳۰۰ څاروي له منځه تللي او۳ زره جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند محمد نسيم حقاني وايي، چې دغه وزارت وروستيو سېلابونو کې د وژل شویو، ټپيانو او زیانمنو شویو له وارثينو سره نغده مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، پر زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي، د څښاک اوبه او نور خام مواد هم وېشل شوي دي.

Back to top button