افغان ماشومانو کې د ګوزڼ کچه ټيټه شوې

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د روان ۲۰۲۲م کال له پیله په افغانستان کې یوازې یو ماشوم فلج شوی، چې دا د دغه هېواد په تاريخ کې کې د ماشومانو د فلج تر ټولو ټيټه کچه ښيي. 

د روغتيا نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې ۵۶ ماشومان فلج شوي وو او په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره څلورو ماشومانو ته راټيټه شوې وه، خو سږ کال په دغه هېواد کې یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تازه خپاره شوي معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له راهیسې په افغانستان کې د ۸۶،۷ میلیونه ډوزه د ګوزڼ ضد واکسین، څه باندې ۹ ميليونه ماشومانو ته ورکړل شوي دي.

همداراز دغه سازمان زياتوي، چې په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړل به دوی له پولیو پاکې نړۍ ته نږدې کړي، چې وينا یې به تر هغه وخته ونه درېږي، څو دا کار بشپړ شوی نه وي.

Back to top button