د برېټانيا ملکه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه

يو شمېر مشهورو بهرنيو رسنيو د باکينګهام ماڼۍ له قوله خبر ورکړی، چې څو ساعته مخکې د برېټانيا ملکې دويمې اليزابت د سکاټلنډ په يو روغتون کې ساه ورکړې ده. 

ملکې دويمې اليزابت پر برېټانيا ۷۰ کاله واکمني وکړه او نن د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه.

د ملکې اليزابت له مړینې سره سم د بریتانیا واکمني له رسمي مراسمو پرته سملاسې د هغې ځای ناستی او د ویلز پخواني شهزاده چارلس نوی واکمن وټاکل شو؛ خو هغه به په رسمي توګه له تاج پر سرولو مخکې د یو لړ دودیزو مراسمو له پړاوونو څخه تېرېږي.

Back to top button