هېواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شوه

د طالبانو د سرپرست حکومت د ګمرکونو لوی ریاست وایي، چې په هېواد کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه رسمآ پیل شوه.

یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې په ټول هېواد کې په لویه کچه بې اسناده موټر شتون لري، چې اکثره وخت د امنیتي او جنایي پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي او دولت ته د بې اسنادو موټرو د قانوني محصول نه تحویلول د ملي عوایدو د تیښتي سبب ګرځي.

خو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د جوړي شوې طرحي د عملي کېدو په صورت کې به په امنیتي او ترافیکي برخو کې ستونزې له منځه ولاړې شي، د ګمرکونو د پلان جوړوني پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس عبدالرحمن وقاد د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسې په تړاو وایي، بې اسناده موټرونه، چي د هېواد دننه شتون لري او یا هم په ټاکل شوې موده کې هطواد ته واردېږي د یادې طرحي په اساس د پخوانیو ګمرکي او ترافیکي جریمو څخه معاف دي، له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پوري ۶۰٪تخفیف، له ۲۰۰۱ ماډل څخه تر ۲۰۰۹ ماډل پوري ۵۰٪ تخفیف، له ۲۰۱۰ماډل څخه تر ۲۰۱۲ ماډل پوري ۲۵٪ تخفیف، له ۲۰۱۳ ماډل څخه تر ۲۰۲۲ پوري صفر ٪ تخفیف ورکول کيږي.

د ګمرکونو د لوی ریاست چارواکي دغه راز زیاتوی. چي د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول د پروسې یاده طرحه د شپږو میاشتو لپاره تصویب شوې، چي یوازې د افغانستان قانوني مسیر لرونکي موټر د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري په ټولو کې ګمرکونو ثبت او محصولېږي او له شپږو میاشتو وروسته یاده پروسه په هیڅ ډول د تمدید وړ نه ده.

Back to top button