هېواد کې به ډېر ژر د نویو بانک نوټونو د وېش بهیر پیل شي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، د روانې غبرګولي میاشتې له شپاړسمې به د نویو لس‌ګون او شل‌ګون بانک‌نوټونو د وېشبهیر پیل کړي.

دغه زیاتوي، چې د افغانستان بانک استازولۍ او نور خصوصي بانکونه مکلف دي چې د نویو پیسو له وېشنې وروسته زړې پيسې راټولې او هېوادوالو تهنوې افغانۍ ورکړي.

ورته وخت کې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، زړو بانکنوټونو صرافان هم په راکړې ورکړې کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

بلخوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي له زړو بانک نوټونو سر ټکوي او  غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار ته وړاندې شي.

د افغانستان بانک د زړو افغانیو مشخصات پر‌خپله ټویټر پاڼه خپاره کړي او له مخې یې هغه افغانۍ چې ظاهري بڼه کې له‌منځه تللې او یا هم کومه څنډهیې نه‌وي، زړې پیسې ګڼل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button