د حج د لګښتونو د دویم قسط د تحویلي بهیر پیلېږي

طالبان وایي، د حج د لګښتونو د دویم قسط د تحویلي بهیر پیلېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او نهايي کولو په موخه، د حج د لګښتونو د دويم قسط د تحویلي بهیر به د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جوزا پر ۱۰ مه د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې پیل شي.

د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې سږ کال د حج لګښت ۴۱۳۰ ډالر اټکل شوی او متقاضیان باید ژر تر ژره د خپلو قسطونو تادیه پیل کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې تحویل کړی، غوښتي ترڅو خپل دویم او وروستي قسط تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او پیسو سره حاضر شي.

Back to top button