د بریټانیا لومړۍ وزیرې له يوې نيمې مياشتې واکمنۍ وروسته استعفا وکړه

د بریټانیا لومړۍ وزیرې او د محافظه‌کار ګوند مشرې لیز ټراس په کورنیو ټاکنو کې له بریا نږدې يوه نيمه مياشت وروسته له دندې استعفا وکړه. هغې ويلي، چې د محافظه‌کار ګوند د بل مشر تر ټاکلو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د مېرمن ټراس زياته کړې، چې اوسنیو شرایطو ته په کتو نه‌ شي کولای خپله دنده سر ته ورسوي وايي له پاچا سره مې خبرې کړي او د خپلې دندې استعفا مې وړاندې کړې.

په وروستیو شپږو کلونو کې د بریټانیا د محافظه‌کار ګوند خپلمنځي اختلافونه په دغه هېواد کې د سیاسي ناورین لامل شوي او یوازې په دې موده کې څلورو لومړیو وزیرانو له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د لیز ټراس د واکمنۍ نږدې یوه نیمه میاشت موده د بریټانیا په تاریخ کې د تر ټولو کمې مودې په توګه هم ثبت شوې ده.

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په پای کې د هغې د ځایناستي د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شي.

Back to top button