د اوکراین ولسمشر دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې

پنجره ورځپاڼه: د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زيلنسکي وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي؛ نو په دې هېواد کې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

زلنسکي په يوې تازه ويډيو کې چې ګڼو بهرنيو رسنيو خپره کړې ویلي، چې باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي؛ خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې روسيه د ختیځ بخموت ښار د نیولو لپاره جګړو ته دوام ورکوي زلنسکي د اوکراین د مقاومت او نه تسلیمېدو دلایل بیان کړي دي.

ده په دې دلایلو کې د اوکراین ویجاړ ښارونه او کلي، په نورو هېوادو کې د خلکو د ژوند د تباهۍ ګواښ او د سولې له خبرو د روسیې دوامداره تېښته یاد کړل. د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون وویل چې، روسي ځواکونه په بخموت ښار کې حملو ته دوام ورکوي؛ خو اوکرایني ځواکونه یې په ټینګ هوډ مخه نیسي.

ظاهر څراغ

Back to top button